د مصر د ټاکنو خپلواک کميسيون د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو پایلې اعلان کړي او اوسنی ولسمشر عبدالفتاح السيسي يې د ۸۹.۶٪ رايو په ګټلو سره بريالی اعلان کړی دی.
د مصر د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکو په همدې ورځ يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د دغه هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې په ټوليزه توګه ۴۴ ميليونو او ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی و، د رايو اچولو انډول يې ۶۶.۸٪ ښودلی او ۹۸.۹٪ رايې يې د اعتبار وړ بللې دي.
.عبدالفتاح السيسي کابو ۴۰ ميليونه رايې ګټلې دي.