اسرائيلي ځواکونو د سوریې پر نظامي موخو بريدونه کړي
CMG2023/12/19 11:34:07
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د ډسمبر په ١٨مې نېټې ويلي، چې د ګولان په لوړو کې پرې توغنديز بريدونه شوي او سرتيرو يې په ځواب کې د سوريې نظامي تاسیسات تر بريد لاندې راوستلې دي.

د اسرائيل د دفاعي ځواک وياند د ډسمبر په ۱۸مې نېټې ويلي، چې د پوځ يوه ټانک يې د سوريې پر يوه پوځي مرکز ډزې کړي او په خبره يې، دا ډزې يې د ګولان پر لوړو د څو توغنديزونو بريدونو په ځواب کې کړې دي.

د اسرائیل توپچي پوځ هم پر هغو وسله والو برید کړی، چې د سوریې له خاورې يې د  د دغه هېواد په لور توغندي ويشتلي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي، چې جاسوسو الوتکو يې په تېرو څو ساعتونو کې د سوریې په جنوبي او مرکزي سیمو او د سوریې د پلازمېنې دمشق په شاوخوا سیمو کې ډېرې ګزمې تر سره کړې دي.