د بېجينګ پر وخت د ډسمبر د ۱۸مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۵۹ دقيقو، د چين د ګان سو ولايت په جي شه ولسوالۍ کې د ريکتر په کچې ۶.۲ درجې زلزله شوې او سرچېنه يې تر ځمکې لاندې ۱۰ کيلومتره ژوره ښودل شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې له امله په ګان سو ولايت کې د سلو او په چينګهای ولايت کې د ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی او په سیمې کې د اوبو، برېښنا، ټرانسپورټ او مخابراتو په شمول ځينې زېربناوې هم ويجاړې شوې دي.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ ويلي، چې هغه د ژغورنې چارې له نږدې څاري او اړوندو ادارو ته يې مهمې لارښوونې کړي، چې تر وسې پورې ژغورونکي کارونه ترسره کړي، ټپيان ژر وژغوري او تر زياتې اندازې پورې د قربانيانو شمېر کم کړي.