د هنګري صدراعظم اربن ويکتور د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې بوداپست کې د ترکيې له ولسمشر رجيب طيب اردغان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړيو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون لاسليک کړی دی.
صدر اعظم اربن وروسته يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې دغه تړون د هنګري او ترکيې ترمنځ د قوي دوستۍ او د وروڼو په شان د سياسي همکارۍ څرګندويي کوي او په خبره یې، هنګري غواړي له ترکيې سره په ۲۱مې پېړۍ کې ګډې ګټې ومومي.