د اسرائيل دفاع وزير يواف ګالانت د ډسمبر په ۱۸مې نېټې په تل ابیب کې خبري رسنيو ته ويلي، چې په غزې تړانګې کې به خپل پوځي عمليات په تدريجي ډول بلې مرحلې ته داخل شي.
د امريکا دفاع وزیر لويډ اوسټین په همدې ورځ د اسرائيل پلازمېنې تل ابیب ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو، دفاع وزير ګالانت او ځينو نورو چارواکو سره يې کتلي او په غزې کې د ټېټې کچې عملياتو په اړه ورسره غږیدلی دی.
اوسټين ويلي، امريکا به له اسرائیل سره د مهماتو، موټرونو او هوايي دفاع سيسټمونو په ګډون پوځي مرستو ته دوام ورکړي.
(ژباړه: شکريه)