د رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي شکلت ذاکر د کوېټ د پخواني امير د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2023/12/19 13:11:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال شکلت ذاکر د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د کوېټ په پلازمينې کوېټ ښار کې د دغه هېواد د پخواني امير نواف الاحمد الجابر الصباح د فاتحې مراسمو کې ګډون کړی او د کوېټ حکومت او خلکو ته يې تسليت ویلی دی.

نوموړي د کوېټ له نوي امير مشعل الاحمد الجابر الصباح سره هم کتلي دي.

شکلت ذاکر له امير مشعل الاحمد سره په لېدنې کې هغه ته د نواف امير د مړينې په اړه د رئيس شي جين پينګ د خواخوږۍ پيغام رسولی دی.

نوموړي ويلي، چې هغه د رئیس شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه د نواف امير د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

شکلت ذاکر د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، حکومت او خلکو په استازيتوب د امير نواف پر مړينې خواشيني او د کوېټ له خلکو سره ژوره خواخوږي ښودلې ده.

امير مشعل د رئيس شي جين پينګ د خواخوږۍ پيغام څخه ډېره مننه کړې او د ښاغلي شکلت ذاکر له لارې يې نوموړي ته نيکې هيلې او لوړ درناوی څرګند کړی دی.

مشعل ويلي، چې کوېټ به له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو خواوو د اړيکو د لا ټينګښت لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)