امریکا او فنلنډ د پوځي همکاریو د پياوړتیا دفاعي تړون لاسليک کړ
CMG2023/12/19 11:29:12
شريکول:

امریکا او فنلنډ د ډسمبر په ۱۸مې نېټې په پوځي او امنيتي برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا په موخه د دفاعي همکاريو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې، فنلنډ امریکا ته ځينې پوځي تاسیسات ورکړي او د دواړو هېوادونو پوځیان به پکې ګډې روزنې تر سره کړي.

په ياد تړون کې راغلي، چې فنلنډ به د امریکايي ځواکونو لپاره په خپلې خاورې کې د هوایي او سمندري پوځي اډو، روزنيزو زونونو او د زیرمتونو په ګډون ۱۵ سیمې پرانیزي او په واک کې به یې ورکوي.

په تړون کې دا هم راغلي، چې امریکايي ځواکونه به د فنلنډ په خاورې کې د دفاعي تجهیزاتو او موادو ځای جوړوي، د خپلو ځواکونو او د هغوی د تاسیساتو او ساحو امنیت به تضمین کوي، د جنايي ادارې حق او ځينې نورې چارې به ترسره کوي.