د ايران شانا خبرې اژانس ويلي، چې په دغه هېواد کې د تېلو ټانکونو د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د تخنيکي ستونزې له امله تېل ورکول بند کړي دي.
اسرائيلي رسنيو د هېکرانو د يوې ډلې په قول، چې پخوا د اسرئيل تر کنټرول لاندې وه، خبر ورکړی، چې د ايران د تېلو پر ټانکونو يې بريدونه کړي دي.
شانا خبرې اژانس خبر ورکړ چې د تېلو په ټانکونو کې تخنيکي ستونزې د دښمنانو د توطيې له امله رامنځته شوې دي.
د ايران کارپوهان او کارکوونکي د دغې ستونزې د حل په پار هڅې کوي او په څو ساعتونو کې به ټول ټانکونه بيا فعال کړي.