د چين د پرمختګ راز
CMG2023/12/20 15:49:02
شريکول:

 له ۴۵ کلونو مخکې د چين د وخت مشر دنګ شياو پينګ په دغه هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کولو پرېکړه وکړه چې دغه پرېکړه يې د عصري چين د سرنوشت د ټاکلو کليدي ګام بلل کېږي. له لسو کلونو وړاندې د چين مشر شي جین پینګ د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون يو لړ تدبيرونه غوره کړي چې دغه تدبیرونه يې د چيني ملت د عظمي بيا احيا د راوستلو کليدي ګام بلل کېږي.

اصلاحات او ورخلاصون : د عصري چين د سرنوشت د ټاکلو کليدي ګام

له ۴۵ کلونو وړاندې، د چینايانو د هر تن په سر کلنی عايد يوازې ۱۹۰ امريکايي ډالره و او هېواد يې د نړۍ د ډېرو وروسته پاتې هېوادونو په ليکه کې و، په هغه وخت کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يوازې څه باندې ۲۰ میليارډه ډالره وښودل شو او د بهرنيو پانګونو د کارولو په برخه  کې تش لاس پاتې و. د دغه هېواد د وخت مشر دنګ شياو پینګ د دغه وضعيت پر وړاندې د هېواد په کچه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کولو په اړه مهمه پرېکړه وکړه او په خپلو خبرو کې يې د اصلاحاتو هدف د توليدي ځواک ازادولو ته په اشارې وکړ او د ورخلاصون په اړه يې وويل: اوسنۍ نړۍ پرانيستې نړۍ ده، که يو هېواد پرمختللي کېدل وغواړي، باید ځان ونه تړي او د پرمختګ د موندلو لپاره باید پر ورخلاصون ټينګار وکړي.

د دنګ شياو پينګ په لارښوونې، ورخلاصون د چين د يوې بنسټيزې ملي تګلارې په توګه د دغه هېواد په  اساسي قانون کې وليکل شو. نو ځکه د چين اصلاحات او ورخلاصون د دغه هېواد د واکمن ګوند يو لوی ګام ، همدارنګه د چیني ملت په تاريخ کې یو لوی تغيیر بلل کېږي.  اصلاحات او ورخلاصون د چين د ځانګړو سوسياليستي چارو د لوی پرمختګ او د دغه هېواد د سرنوشت د بدلون سبب شوی دی.


عکس: د شلمې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د جيانګ سو ولایت يانګ جو ښار. په هغه وخت کې باسيکل د چينايانو د تګ راتګ مهمه ترافيکي وسيله وه


د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۲۷ مه د جيانګ سو ولایت د يانګ جو ښار په يوې ګړندې لارې کې ډېرو موټرونو تګ راتګ وکړ.

د اصلاحاتو او ورخلاصون دوام

په چین کې د اصلاحاتو تګلارې د هغه وخت د شته ستونزو د هوارۍ په موخه غوره شوې وې او د ستونزو د هوارۍ په جريان کې بیا ژورې او پراخې شوې دي، ځکه د پخوانیو ستونزو د هوارۍ په جریان کې نوې ستونزې او نوې دندې هم رامنځته کېږي. شي جين پينګ په دې اړه ويلي چې، د چين اصلاحات کليدي مرحلې ته داخل شوي او  کوچنۍ ستونزې يې هوارې شوې او ډېرې سختې ستونزې يې پاتې دي، نوموړي همدارنګه ويلي ، چې د چين اصلاحات او ورخلاصون به هېڅکله ونه درېږي بلکې روان به وي. له لسو کلونو مخکې يانې په ۲۰۱۳م  کال کې شي جين پینګ په چين کې د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون پرېکړه وکړه. نوموړي د دغو چارو په اړه د چين د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې د ځانګړي کمېسيون د مشر په توګه دنده پيل کړې او د اړوندو چارو د لوړې کچې ډيزاين او عمومي پلان يې جوړ کړی او هڅه يې کړې، چې د دغه هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې پاتې سختې ستونزې هوارې کړي.


د شيونګ ان نوې سيمې د جياو يه پارک يوه څنډه. شيونګ ان نوې سيمه د مصنوعي ځيرکتیا، زرغون پرمختګ او نوښت په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

له تېرو لسو کلونو راهيسې، د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼا کې د چين نږدې سل ميليونه خلک له شديدې بېوزلۍ څخه وتلي او په دغه هېواد کې د نړۍ تر ټولو لوی تعليمي، ټولنيز تضمیني او طبي سيستمونه جوړ شوي دي. دغه راز د عصري صنعتي سیستم، زرغون پرمختګ او د فساد ضد مبارزې په ګډون په یو شمېر مهمو برخو کې سيستماتیک تغيیرونه رامنځته شوي دي. د چين مشرتابه په ۲۰۲۲م کال کې هراړخيز او ژور اصلاحات او ورخلاصون د چيني شکله عصري کېدو بهیر او د ملت د عظيمې بيا احيا  د راوستلو لپاره د بنسټيز خوځنده ځواک په توګه ټاکلي دي.

د ۲۰۲۳م کال د های نان ولایت شيو ينګ بندر

چين د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو د پلي کولو په جریان کې د لوړې سويې پر ورخلاصون هم ټينګار لري. د ساري په توګه دغه هېواد له لسو کلونو وړاندې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز مطرح کړی او تراوسه پورې څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو له دغه هېواد سره د دغه وړانديز د پلي کولو په اړه ۲۳۰ سندونه لاسليک کړي دي. دغه راز چين  د ازادې سوداګرۍ ۲۳زونونه اباد کړي ، د نړۍ لومړی نړيوال وارداتي نندارتون، د استهلاکي توکو لومړی نړيوال نندارتون او د عرضې ځنځير لومړی نړيوال نندارتون يې جوړ کړي دي. په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد په لوړو ژورو کې دی، شي جین پينګ ژمنه کړې چې هېواد به يې د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار وکړي او له نړۍ سره د پرمختګ پرله پسې فرصتونه به شريک کړي، څو نړۍ لاپرانيستې او ټولشموله وګرځي.

اصلاحاتو او ورخلاصون چين بدل کړی او پر نړۍ يې هم اغېزې کړې دي


د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د اندونيزيا لومړۍ ګړندې رېل‌پټلۍ چې د چين له تخنيکونو په استفادې جوړه شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلي کېدو راهيسې نړیوال اقتصاد ته د دغه هېواد د خدماتو انډول د ډېرو کلونو لپاره له ٪ ۳۰ څخه واوښت. د چين د پرمختګ لار که څه هم د لوېديځو هېوادونو د پرمختګ له لارو سره فرق لري، خو له خپل رښتيني وضعيت سره مناسب دی او نورو هغو هېوادونو ته يې چې پر چټک پرمختګ سربېره استقلال هم غواړي، نوې نمونه ښودلې ده.