د يمن حوثي وسله والو د ډسمبر په ۱۹مې نېټې ويلي، چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه د اسرائيل پر بيړيو د دوی د بريدونو مخه نه شي نيولی.
اسرائيلي بيړۍ د سور سمندر له لارې تيريږي، خو هلته د حوثيانو له بريدونو سره مخ کيږي.
حوثي وسله والو ويلي، چې دوی د نورو هېوادونو پر بيړيو بريدونه نه کوي.
حوثي وسله والې ډلې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سمندري عملیات یې د هغو فلسطینيانو د ملاتړ لپاره کوي، چې دمګړۍ د اسرائيل له تیري او محدوديتونو سره مخ دي.
اعلاميه وايي، د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو سور سمندر پوځي کړ او په ټکو يې، "هر څوک چې د جګړې د پراخولو هڅې کوي، باید د خپلو اعمالو پایلې وګوري."
(ژباړه: شکريه)