د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۸مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجینګ کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې له اجرائيه رئيس لي جيا چاو سره کتلي او د هغه کلنی کاري راپور يې اورېدلی دی.
شي جين پينګ ويلي، اجرائيه رئيس لي جيا چاو کال کيږي، چې د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې حکومت رهبري کوي، مسووليتونه يې پرغاړې اخيستي او کارونه يې ډېر ښه ترسره کړي دي.
نوموړي ويلي، د چین مرکزي حکومت د لي جيا چاو او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې حکومت کارونه په بشپړه توګه تائيدوي.