يونيسکو: سږ کال په شخړو کې ۳۸ خبریالان وژل شوي
CMG2023/12/20 10:51:25
شريکول:

د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان د ډسمبر په ۱۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې روان کال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د شخړو له امله لږ تر لږه ۳۸ خبریالان وژل شوي دي.

روان کال په شخړو کې د تېرو دوو کلونو په پرتله ډېر خبريالان وژل شوي دي.

اعلاميه وايي، سږ کال د خبریالانو د وژل کېدو اکثره پېښې په منځني ختیځ کې رامنځته شوي او په وروستیو دریو میاشتو کې هلته ۲۷ خبریالان وژل شوي دي، چې دا له ۲۰۰۷ کال راهیسې په یوې ربعې کې تر ټولو ډېر شمېر دی.

تېر کال په شخړو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۸ و او په ۲۰۲۱م کال کې بيا ۲۰ خبريالان وژل شوي وو.