د اسرائيل، امريکا او قطر چارواکو د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د بندیانو پر تبادلې خبرې کړي
CMG2023/12/20 10:32:22
شريکول:

اسرائيلي رسنيو د ډسمبر په ١٨مې نېټې خبر ورکړی، چې د اسرائيل، امريکا او قطر چارواکو په همدې ورځ د پولنډ په پلازمينې وارسا کې د فلسطين او اسرائيل د بندیانو د دوهمې ډلې د تبادلې په اړه پر يوې موافقې خبرې کړې دي.

د اسرائیل د استخباراتو ادارې (موساد) مشر برنیه په همدې ورځ په وارسا کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې(سي ایي اې) له مشر برنز او د قطر له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي.

دوی د اسرائیل او حماس ترمنځ د یو بل اوربند او د بندیانو د دوهمې ډلې د تبادلې په اړه مشورې کړې دي.

د اسرائیل "نیو نیوز" ورځپاڼې د سرچېنو په قول خبر ورکړی، چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو به " اوږد او پیچلی او د تېر پړاو په پرتله ستونزمن وي."