شي جين پینګ د روسيې له صدراعظم سره وکتل
CMG2023/12/20 15:51:31
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د ډسمبر د شلمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د روسيې له صدراعظم  میخایل میشوستین سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.

رئيس شي جين پینګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هغه د روان کال په درشل کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره دوه ځلې کتلي او پر خپلمنځي اړيکو يې ورسره ژور بحثونه کړي دي.

نوموړي ويلي، د چين او روسیې د حکومتونو، ګوندونو او سيمو ترمنځ تګ راتګ زیات شوی او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ سالمې روانې دي او په خبره يې، دواړو هېوادونو د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې له ټاکلي وخت نه مخکې د دوو سوو ميليارډو ډالرو په ارزښت هغه سوداګريزه موخه پوره کړې، چې له ولسمشر پوتين سره يې په ګډه ټاکلې وه او دا د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د همکاريزو امکاناتو او روښانه راتلونکي ښه ښکارندويي کوي.

شي جين پينګ ويلي، د چين او روسیې د دوه اړخيزو اړيکو ساتنه او پرمختګ د خلکو د ګټو لپاره د دواړو هېوادونو ستراتيژيک انتخاب دی او په وينا يې، د روسيې خلک په انتخاب شوي پرمختيايي لوري روان دي او چين يې کلک ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړې، چين غواړي، په ۲۰۲۴م کال کې د چين او روسیې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۵ مې کاليزې په درشل کې د خپلمنځي سياسي اړيکو مثبته اغېزه زياته کړي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي او د خپلو ملتونو د بيا سمسورتيا په لوري يو له بل څخه ملاتړ وکړي.

میشوستين په کتنې کې ويلي، چې ولسمشر ولاديمیر پوتين په روان کال کې دوه ځلې له  رئيس شي جين پينګ سره لېدنې کړي، چې دا د هراړخيزو ستراتيزيکو اړيکو د لاټينګېدو لپاره د دواړو خواوو د ټينګې ارادې ښکارندويې کوي او په خبره يې، روسيه به له چين سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي.

نوموړي د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چین د لاسته راوړنو په پار چيني ملت ته مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې چينايان به نيمکرغه راتلونکی ولري او د دواړو هېوادونو اړيکې به پرمختګ ومومي.

میشوستين د چين په ګان سو ولايت کې پر شوې زلزلې خواشيني او زلزله ځپلو سره يې خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي، چې روسیه به د چين له غوښتنې سره سم له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.