د اسرائيل ولسمشر هيرزوګ د ډسمبر په ۱۹مې نېټې په تل ابيب کې د نوي کال په مناسبت د بهرنيو ډيپلوماتانو په مېلمستيا کې ويلي، چې هېواد يې د بل بشري اوربند لپاره چمتو دی او پلې کېدو سره به یې زيات بنديان تبادله کړي او غزې ته به د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.
هيرزوګ ویلي، اسرائیلي حکومت له تېرو دوو اوونیو راهیسې د اسرائیل او مصر ترمنځ په نتسانا بندر کې نوي امنیتي تجهیزات کاروي او غزې ته يې د بشري مرستو د لېږد زمينه برابره کړې ده.