د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۰مې نېټې د نيکاراګوا له ولسمشر جوسي ډانيل ورټيګا ساويډرا سره ټليفونې خبرې کړي او د دواړو هيوادونو د اړیکو په اړه ورسره غږېدلی دی.
دواړو مشرانو د چین او نیکاراګوا د ستراتيژيکو دوستانه اړيکو رسمي اعلان کړی دی.
دواړو مشرانو د چين او نيکاراګوا تر منځ د سياسي اړيکو د بيا اعادې او د تېرو دوو کلونو په درشل کې د خپلمنځي اړيکو د چټک پرمختګ لوړه ستاينه کړې او د ګډې علاقې وړ سيمه ییزو او نړيوالو مسئلو په هکله یې د نظريو تبادلې کړې دي.