د چين او روسيې د صدراعظمانو ۲۸مه غونډه تر سره شوه
CMG2023/12/20 10:46:26
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ او د روسيې صدراعظم ميخايل ميشوستين د ډسمبر د ۱۹مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د ۲۸مې دورې غونډې مشري کړې ده.

لي چيانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چين به له روسیې سره په ګډه په راتلونکي ۲۰۲۴م کال کې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کاليزې د نمانځنې په ګټې اخيستنې کوښښونه وکړي، د مشرانو مهمه اجماع به عملي کړي، خپلمنځي دوستي به ټينګ او اړيکو ته به لا وده ورکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي او نړۍ ته به ثبات او مثبته انرژي ورکړي.

د روسيې صدراعظم ميخايل ميشوستين يادې غونډې ته ويلي، چې هېواد به یې له چين سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو د موافقې د عملي کولو، د اقتصاد، تجارت، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا، د ملګرو ملتونو او برېکس په ګډون نړيوالو ميکانيزمونو کې د خپلمنځي تبادلې او همغږۍ د ژورتیا لپاره کوښښونه وکړي او خپلمنځي هراړخیزې ستراتیژیکې همکاريزې اړيکې به ورسره لوړې کچې ته ورسوي.

(ژباړه: شکريه)