د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۱۹مې نېټې ويلي، چې هېواد به یې د ځانګړو پوځي عملياتو هدفونه پرېنږدي او په ورته وخت کې، د اوکرایني پوځ یوه جګپوړي قوماندان خبر ورکړی، چې د مهماتو کموالي يې پوځ دې ته اړ کړی، چې د خپلو عملیاتو کچه را کمه کړي.
پوتین په همدې ورځ د روسیې دفاع وزارت يوې کاري غونډې ته ويلي، چې لوېدیځ هیوادونه د روسیې د مخنيوي او په اوکراین کې د تیري کوونکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې نه دروي او په وينا يې، روسیه به هم د خپلو ځانګړو پوځي عملیاتو له موخو لاس وا نه خلي.
نوموړي ويلي، لوېديځ هيوادونه د روسيې پر ضد جګړو ته دوام ورکړی، اوکراين ته استخباراتي معلومات ورکوي، پوځي مشاورين ور ليږي او عصري وسلې ورکوي.
هغه په اشارې ويلي، د ناټو غړو هېوادونو په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه په چټکۍ زیات کړي، امریکايي ځواکونه د روسیې پولو ته رسیدلي، په مرکزي او ختیځې اروپا کې د ناټو د پوځیانو شمېر ډېر زیات شوی او فنلنډ په ناټو کې شامل شوی او سویډن هم پلان لري، چې د ناټو غړيتوب واخلي.
د نوموړي په خبره، د لوېديځ ياد فعاليتونونه او واقعيتونه د دې څرګندويي کوي، چې د روسیې تر پولو د ناټو چلند نوي پړاو ته داخل شوی دی.
(ژباړه: شکريه)