د عصري کرنې او د خوړو سرچينو په اړه د شي جين پينګ مفکوره
CMG2023/12/21 14:25:22
شريکول:

د چين د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د کليوالو سيمو کارونو غونډه د ډسمبر له ۱۹ مې تر۲۰ نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. د دغه هېواد مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرو د چارو په اړه مهمه لارښوونه وکړه او د غونډې له ګډونوالو يې وغوښتل، چې باید د عصري کرنې او د خوړو د سرچينو په اړه مفکورې ولري.

چين يو لوی کرنيز هېواد دی او ٪ ۵۰.۱ يا ۷۰۰ ميليونه نفوس يې په کرنيزو چارو بوخت دی. د کرنې، کلیوالو سیمو او بزګرو مسئلې پر ملي کيفيت، اقتصادي پرمختګ، ټولنيز ثبات او د هېواد پر ابادۍ تړلي دي، نو ځکه واکمن ګوند او دولت د دغو دريو برخو د ستونزو هوارولو ته ډېره پاملرنه کوي. د چین د واکمن کمونېست ګوند مشرتابه د هر کال په وروستيو کې لومړی د اقتصادي کارونو غونډه او بيا د کليوالو سيمو کارونو غونډه ترسره کوي، د کرنې، کليوالو سیمو او بزګرو د کارونو اوسنی وضعيت څاري او د راتلونکي کال د کارونو لارښوونه کوي.

شي جین پينګ د کليوالو سيمو چارو سږنۍ غونډې ته په وينا کې له ګډونوالو څخه غوښتي، چې د عصري کرنې او د خوړو د سرچينو د اکتشاف نظريې پخې کړي، کرنې، ځنګلدارۍ، مالدارۍ او د کب نيولو چارو ته ګډ او همغږی پرمختګ ورکړي او د خوړو د عرضې جامع سيستم جوړ کړي.

عصري کرنه تر لرغونې کرنې ډېرې عصري علمي او تکنالوژۍ، د عصري صنعت توليدي مواد او د علمي مديريت لارې چارې کاروي او د کرنې د پرمختګ په تاريخ کې تر ټولو نوې مرحله بلل کېږي.

 د خوړو سرچينو د نظريې له مخې، انسانان دې له کروندو، وښو، ځنګلونو، سمندرونو او نباتاتو، حيواناتو او جراثيمو څخه کالوري او پروټين ترلاسه کړي او له بېلابېلو لارو چارو د خوړو سرچينې اکتشاف کړي او همدا د چين د  کرنيزې عرضې اړخ د تشکيلاتو د اصلاحاتو له مهمو محتوياتو څخه ده.

د دغې نظريې بنسټ خواړه دي. چين لوی نفوس لري او واکمن ګوند يې د خوړو توليد او د مهمو کرنيزو محصولاتو عرضې ته لومړيتوب ورکوي او د يادې نظريې د عملي کولو لپاره ډول ډول تدبيرونه غوره کوي، د ساري په توګه د سويابينو او اوړو د توليدي توان يې لوړ کړی، د غويي غوښو او  لبنياتو توليدي چارې يې چټکې کړي او د کب نيولو چارو د پرمختګ کيفيت يې لوړ کړی دی.