د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې میاشتې په شلمې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چې د ټوپکونو پروتوکول منظورول د چين د نړيوال امنيت وړانديز او د څو اړخيزم د پلي کولو او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره لويه تدبیري چاره ده.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي سفير جانګ جون د روانې میاشتې په ۱۹مې نېټې د دغه سازمان عمومي منشي انټونيو ګوټرېش ته د ياد پروتوکول د منظورۍ سند وړاندې کړی دی.
شنونکي په دې اند دي، چې په ملګرو ملتونو کې د چین د دغه پروتوکول منظوري به د ټوپکونو د کنټرول په برخه کې د چين او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګټوره چاره وي.
وانګ ون بين ويلي، چين د نړۍ يو خوندي هېواد دی، د جنايي جرمونو انډول پکې ټيټ او د ډزو پېښې هم د نورو هېوادونو په پرتله پکې ډېرې کمې رامنځته کيږي.
نوموړي زياته کړې، د چين حکومت د خلکو ژوند او ګټو ته لومړيتوب ورکوي او په خبره يې، په نړۍ کې د ټوپکونو د ډېرېدو له امله د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، نړيوالې سولې او ثبات ته زيانونه رسيدلي او نړ ۍ کې يې ګڼې ننګونې راپورته کړې دي.