اسرائيلي پوځ: په غزې کې مو د حماس ((واک مرکز)) کنټرول کړی
CMG2023/12/21 11:03:39
شريکول:

د اسرائيل د پوځ وياند دانيل هاګاري د ډسمبر په ۲۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې په غزې تړانګې کې د حماس اداري او نظامي((واک مرکز)) تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.

هاګاري ویلي، د غزې په مرکزي ښار کې د (فلسطین میدان) شاوخوا سیمه د حماس اداري او نظامي "واک مرکز" دی، چې ځواکونو يې اوس ولکه پرې ټينګه کړې ده.

نوموړي ويلي، اسرائیلي ځواکونو په دې وروستیو څو اوونیو کې د حماس پر اداري او نظامي "واک مرکز" پرله پسې بریدونه کړي، شاوخوا ۶۰۰ فلسطیني وسله وال یې وژلي او دغه سیمه يې اوس تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده.

 اسرائيلي ځواکونو په دغې سیمې کې يو لوی ځمکنی تونل هم کشف کړی، چې د حماس د وسله والو پټنځایونه، دفترونه او د لوړ پوړو مشرانو د استوګنې ځایونه پکې شته دي.