د ګان سو ولايت په جي شی شان ولسوالۍ کې د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د ريکتر په کچې ۶اعشاريه ۲درجې زلزله وشوه، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د ګان سو زلزله ځپلو سره همدردي ښودلې او چين ته يې د خواخوږۍ پيغامونه استولي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۰مې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته د يادې زلزلې وروستي مالومات ورکړي او د نړيوالې ټولنې له همدردۍ څخه يې مننه کړې ده.
نوموړي ويلي، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د کمبوډيا پاچا نورودوم سيهاموني او د پاکستان ولسمشر عارف علوي په شمول د ډېرو هېوادونو مشرانو له شي جين پينګ څخه د حال او احوال پوښتنه کړې او د ګان سو په زلزلې کې پر وژل شويو کسانو يې خواشيني او د دوی له کورنيو سره همدردي څرګنده کړې ده.
د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین، د دوما رئيس ويکټورويچ ولودين، د پاکستان صدراعظم انورالحق کاکړ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش او د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ رئيس ډانيس فرانسيس په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو د دغې زلزلې په مناسبت چين ته د خوخوږۍ پيغامونه ليږلي دي.
افغانستان، نيپال، مصر، سعودي عربستان او اسرائيل او څو نورو هېوادونو په مختلفو لارو له زلزله ځپلو سره همدردي ښودلې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين له ټولو هېوادونو ډېره مننه کړې ده.