د ترکيې دفاع وزارت د ډسمبر په ٢٠مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې تېره شپه د عراق په شمال کې د کرد وسله والو پر څو هدفونو هوايي بريدونه کړي او د دوی ۱۴ هدفونه يې له منځه وړي دي.
اعلاميه وايي، ترکي ځواکونو د عراق په شمال ګاله، حکولک، قندیل او نورو څو ځایونو کې د کرد وسله والو پر څو موخو هوايي بریدونه کړي او د ګودامونو، کلاګانو او مورچو په ګډون يې ۱۴ هدفونه ویجاړ کړي دي.