د چين او روسيې پوځونو د ډسمبر په ۲۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ستراتيژيکو سلامشورو ٢٢م پړاو تر سره کړی او د خپلمنځي اړيکو، د نړيوال او سيمه ييز امنيتي وضعيت او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې د نظريو ژورې تبادلې کړې دي.
دواړو لورو هوکړه کړې، چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمیر پوتين تر منځ شوې مهمه اجماع به په ګډه پلې کوي، د خپلمنځي ستراتيژيکې همغږۍ کچه به نوره هم پياوړې کړي او د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات د ټينګښت او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به خدمتونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)