د اوکراين ولسمشرۍ دفتر د ډسمبر په ۱۹مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير زيلينسکي په همدې ورځ په پلازمېنې کيف کې کلنۍ خبري ناستې ته ويلي، که روسيه د اوکراين سوله ييز پلان ومني، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات به روان شي، خو د ده په ټکو، تراوسه پورې له روسیې سره د مذاکراتو احتمال نه دی ليدل شوی.
نوموړي ويلي، د اوکراين لپاره دا مطرح نه ده، بې له هغو سيمو چې د روسيې لخوا اشغال شوي، په ناټو کې شامل شي او په وينا يې، اوکراين د روسيې اشغال نه مني.
اوکرايني رسنيو د ولسمشر زيلينسکي په قول ويلي، هیڅوک نه پوهيږي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه به کله پای ته ورسېږي، که څه هم اوسمهال د اوکراين وضعيت سخت دی، خو د هغه په باور اوکراین به په شخړې کې ماتې و نه خوري.