د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانه شخړه د اکتوبر په ۷مې نېټې پېل شوې، چې لسګونو زرو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د حماس رسنیو دفتر د ډسمبر په ۲۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو تر دې مهاله په غزې تړانګې کې څه باندې ۲۰ زره کسان وژلي، چې پکې شاوخوا ۸ زره ماشومان او ۶ زره ۲ سوه ښځې شاملې دي.
اعلاميه وايي، پر غزې تړانګې د اسرائيلي ځواکونو په دوامدارو بريدونو کې ۵۲ زره کسان ټپيان شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان نور تری تم دي.
په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله ۳۱۰ طبي کارکوونکي هم وژل شوي دي.