چين: نړيواله ټولنه بايد افغانستان ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي
CMG2023/12/21 10:15:32
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د ډسمبر په ۲۰مې نېټې د امنيت شورا د افغانستان مسئلې په تړاو يوې غونډې ته ويلي، نړيواله ټولنه بايد دغه هېواد ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي، له افغان سرپرست حکومت سره دې زيات تماسونه ونيسي او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې دې ورڅخه ملاتړ وکړي.

هغه پر افغان سرپرست حکومت هم غږ کړی، چې د افغان مېرمنو حقونه جدي تضمين کړي.

ګنګ شوانګ ويلي، په افغانستان کې اوسمهال څه باندې ۳ ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ او له ۱۰ ميليونو زيات افغانان له لوږي سره مخ دي او سږني ژمي په دغه هېواد بشري ناورينونه لا پسې سخت کړي دي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې افغانستان ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي او افغانان بايد سياسي قربانيان نه کړي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، مختلفې خواوې دې راتلونکې ته په کتو له افغانستان سره پرمختيايي مرستې وکړي څو د دغه هېواد د بانکدارۍ سيسټم اعاده شي، بنسټيز اقتصادي نظم جوړ شي او د سيمې په سوداګريزو او اقتصادي همکاريو کې فعاله برخه واخيستل شي. دغه راز د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ او ګټې يې دې ژر افغانانو ته وسپارل شي.

نوموړي دا هم ويلي، چې افغان ښځې او نجونۍ د زده کړو او استخدام حقونه لري او افغان طالبان بايد په واقعي اقداماتو د امنيت شورا د اړوند پرېکړه ليک له مخې د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووايي او په ورته وخت کې، نړيواله ټولنه هم بايد د افغانستان د سولې، بيارغونې او اقتصادي سمسورتيا ملاتړ وکړي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو تضمين ته باید اسانتياوې برابرې کړي.