د ډسمبر په ۲۰مې نېټې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې په ارموچي ښار کې د بشري حقونو د قانوني تضمين نيلي کتاب خپور شو.
دا په شينجيانګ کې د بشري حقونو پرمختګ د قانوني ساتنې لومړی نيلي کتاب دی او د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې په دغې سیمې کې د بشري حقونو د پرمختګ او لاسته راوړنو د څېړنو غورچاڼ بلل کيږي.
په یاد کتاب کې د شينجيانګ د بشري حقونو د قانوني تضمين په چارو کې پر پرمختګ او لاسته راوړنو تمرکز شوی او د بشري حقونو د ساتنې د بېلا بېلو لارو چارو د پرمخبيولو لپاره پکې د پاليسۍ وړانديزونه شوي او په شينجيانګ کې د بشري حقونو د پرمختګ امکانات پکې زيات ياد شوي دي.