د تونس ولسمشر له فلسطین څخه بيا ټينګ ملاتړ اعلان کړ
CMG2023/12/22 10:40:28
شريکول:

د تونس ولسمشر قيس سعيد د ډسمبر په ٢١مې نېټې ويلي، چې هېواد به یې له فلسطين څخه ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د فلسطينيانو د اوسنيو غمونو د پای رسېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د تونس ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی، چې قیس سعيد د روانې مياشتې په ٢١مې نېټې د دې هېواد په پلازمينې تونس کې د روسيې له بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره کتلي دي.

نوموړي له سيرګي لاوروف سره د کتنې په ترڅ کې يو ځل بيا په ټينګار ويلي، چې هېواد يې بې له شرطه د فلسطنيانو ملاتړ کوي، چې خپلواک فلسطين ولري او خپل قانوني حقونه ترلاسه کړي.

لاوروف په تونس کې رسنيو ته ويلي، چې روسیه او تونس په غزې کې د اوربند او غزې ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه پراخ توافق لري.

نوموړي د امريکا غندنه کړې، چې د فلسطین هېواد د جوړولو پر لارې خنډونه جوړوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړونده مسوده يې هم ویټو کړې ده.

د يادې مسودې هدف دا و، چې فلسطین او اسراییل بشردوستانه اوربند ته وهڅوي.