چین په سوریه کې د غیر قانوني پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
CMG2023/12/22 11:07:47
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي سلاکار سونګ جه چيانګ د ډسمبر په ۲۱مې نېټې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د سوريې د سياسي او بشري مسئلو عمومي غونډې ته وينا کړې او ويلي يې دي، په سوريې کې تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده، چې په دغه هېواد کې باید ټول غير قانوني پوځي عمليات او د نورو هېوادونو غیر قانوني حضور پای ته ورسيږي.

سون جه چيانګ ويلي، اوس د سوريې په شاخوا کې امنيتي حالت د بدلون په حال کې دی، د فلسطين او اسرائيل تر منځ د حالاتو د خرابېدو خطرونه يې هم په زياتېدو بللي او په وينا یې، دغو خطرونو د سوريې پر وضعيت هم سیوری غوړولی دی.

نوموړي ويلي، په دې وروستيو کې د سوریې د پلازمېنې دمشق هوايي ډګر په ګډون په ډېرو سیمو پرله پسې هوايي بريدونه شوي او په دې اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

سون جه چيانګ د سوریې د شخړو پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی، چې ارام  واوسي، له تاوتريخوالي دې ډډه وکړي، کړکېچونه دې نه زياتوي او د سيمه ييزو امنيتي ګواښونو د کمولو لپاره دې هر ډول هڅې وکړي.

سون جه چيانګ زياته کړې، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه لوی هېوادونه باید د شخړو د سختېدو په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي او د سوريې مسئلې سیاسي حل يې د دغه هېواد د ستونزو د مخنيوي بنسټیزه لاره بللې ده.