چين په تېرو ١١ مياشتو کې ۱۰۴۰ ميلیارډه يوانه بهرنۍ پانګه راجلب کړې
CMG2023/12/22 10:24:57
شريکول:

د چین سوداګرۍ وزارت د ډسمبر په ٢١مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې ۴۸۰۷۸ نويو بهرنيو تصديو په دغه هېواد کې پانګونه کړې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۶،۲ سلنه زياتوالی ښيي او د پانګونې اندازه يې   ۱۰۴۰ ميلیارډه او ۳۳۰ میلیونه يوانه ښودل شوې، چې دا بيا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰ سلنه ټيټوالی ښيي.

د روان کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د چين په توليدي چارو کې ۲۹۴ ميليارډه او ۱۷۰ ميليونه يوانه پانګونه شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۱ سلنه کمښت ښيي.

په چين کې د بريتانیې، فرانسې، هالنډ، سويس او استراليا پانګونې د تېر کال د همدې په پرتله په جلا جلا توګه ۹۳،۹ سلنه، ۹۳،۲ سلنه، ۳۴،۱ سلنه، ۲۳،۳ سلنه او ۱۴،۳ سلنه  زياتې شوې دي.