روغتيا نړيوال سازمان: د غزې په شمال کې هیڅ روغتون عادي چارې نشي تر سره کولای
CMG2023/12/22 11:09:13
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د ډسمبر په ۲۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د غزې په شمال کې د الاهلي العربي روغتون د عملياتو څانګه د ډاکټرانو، برېښنا او سون توکو د بې ساري کمښت له امله تړل شوې چې په دې سره د غزې په شمال کې اوسمهال هېڅ روغتون عادي چارې نشي تر سره کولای.

تیدروس پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې الاهلي العربي روغتون له ګڼ شمېر ناروغانو ډک دی، چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

په دغه روغتون کې اوسمهال شاوخوا ۱۰ طبي کارکونکي کار کوي، چې دوی د ټپيانو د بېړنۍ درملنې، درد کمولو او د زخمونو د پانسومان خدمتونه ترسره کوي.

په دغه روغتون کې د لویانو او ماشومانو په ګډون ۸۰ ټپیان بستر دي.

د غزې تړانګې په شمالي برخه کې اوسمهال یوازې ۴ روغتونونه تر ټيټې کچې کارونه ترسره کوي.

(ژباړه: شکريه)