د برېتانيا او مصر خارجه وزيرانو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه
CMG2023/12/22 10:12:10
شريکول:

د مصر خارجه وزير سامح حسن شکري د ډسمبر په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې قاهرې کې له خپل برېتانوي سيال ډېويډ ويليام کامېرون سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو او د فلسطين او اسرائيل پر روان تاوتريخوالي ورسره غږیدلی دی. دواړو خواوو په غزې تړانګې کې د اوربند د تر سره کېدو او د بشري مرستو د زياتېدو غوښتنه کړې ده.

د مصر خارجه وزير حسن شکري تر يادې کتنې وروسته يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ له روانې شخړې راهيسې په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو له امله څه باندې ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نړيواله ټولنه بايد خپلې دندې پر غاړه واخلي او په خبره يې، اسرائيل پر بشري مرستو بار لارۍ پلټي، چې دغې چاره يې غزې ته د مرستندويه توکو د لېږدولو بهير ټکنی کړی دی.