يو شياو يونګ له عربي متحده امارات، تاجکستان او افغانستان څخه ليدنې وکړې
CMG2023/12/22 15:21:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د چارو ځانګړي استازي يو شياو يونګ د ډسمبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې له عربي متحده امارات، تاجکستان او افغانستان څخه ليدنې وکړې.

نوموړي له عربي متحده امارات او تاجکستان څخه د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارت له سيالانو سره کتلي او د ګډو علاقې وړ مسئلو په هکله يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.

يو شياو يونګ له افغانستان څخه د ليدنې پر مهال د دغه هېواد د سرپرست حکومت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او ځينو نورو مشرانو سره کتلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او په بېلا بېلو برخو کې د واقعي همکاريو په هکله يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.