د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر په ۲۱مې نېټې يو ځل بيا د امريکا د اعتراضونو له امله له غزې سره د بشري مرستو د پريکړه ليک پر مسودې رايه اچونه ځنډولې ده.
دا په روانې اوونۍ کې څلورم ځل دی، چې امنيت شورا د يادې مسودې د رایګيرۍ بهیر د امريکا د اعتراضونو له امله ځنډوي.
امريکا په يادې مسودې کې د اسرائيل او حماس تر منځ د دښمنانه کړنو او تاوتريخوالي له پای ته رسیدو سره مخالفت کوي او يوازې د لنډ مهال لپاره د اسرائيل او حماس ترمنځ د تاوتريخوالي له درېدو سره همغږي لري.
امريکا غزې تړانګې ته د بشري مرستو ليږدوونکو موټرو کې پر بشري توکو هم شک ښودلی دی او په يادې مسودې کې د ملګرو ملتونو له هغه ميکانيزم سره يې هم مخالفت ښودلی، چې له مخې يې بشري مرستندويه توکي په امن لرونکو لارو غزې تړانګې ته وليږدول شي.