فيليپين بايد بېرته سمه لار غوره کړي
CMG2023/12/22 15:01:11
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي‌ د ډسمبر په ۲۰مه نېټه په بلنې سره له خپل فيليپيني سيال سره ټليفوني خبرې کړې دي. دغه ټليفوني خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د چين او فيليپين ترمنځ اړيکې د چين د جنوبي سمندرګي مسئلې له امله په رکود کې لوېدلې دي.

د چين او فيليپين تر منځ اړيکې ولې له ستونزو سره مخ دي؟ په دې اړه چيني لوري په يادو خبرو کې ويلي، چې فيليپين ناڅاپه خپله پاليسي او دریځ بدل کړي، له خپلې کړې ژمنې یې سرغړونه کړې، په دوامدار ډول په سمندر کې لمسون کوي او د چين قانوني حقونو ته زيانونه رسوي.

په دې وروستيو کلونو کې، ویلی شو چې د چين او فيليپين ترمنځ اړيکې ډېرې ښې روانې شوې وې. سږ کال د چين لومړی بهرنی مېلمه د فيليپين ولسمشر فېرديناند روموالديز ماکوس و. هغه وخت دواړو هېوادونو ډېرې زياتې موافقې کړې وې، پکې دا هم شامل وو، چې د دوستانه مشورې په توګه سمندري مسئلې حل کړي. خو یادې موافقې تر اوسه پورې نه دي پلې شوې،‌ عمده لامل يې دا دی، چې فيليپين د چين پر وړاندې پاليسي بدله کړې، څو څو ځلې د چين د جنوبي سمندرګي پر مسئلې باندې يې لمسون کړی او وضعيت يې لا نور ترینګلی کړی دی.

د مثال په توګه، ژن اي پرښه د چين د نان شا ټاپوګانو يوه برخه ده او د چين ملي خاوره او د ځمکنۍ بشپړتیا منل شوې برخه ده. دا د نړيوالې ټولنې ګډه پېژندنه ده او د ملګرو ملتونو د منشور په شمول له نړيوالو قوانینو سره سمون لري. د فيليپين پوځي بېړۍ په ۱۹۹۹م کال کې په غير قانوني ډول په ژن ای پرښه کې پاتې شوې، داسې کړنه يې د چين پر ملي حاکمیت سخت تېری دی. هغه وخت فيليپين ژمنه کړې وه، چې ياده پاتې شوې پوځي بېړۍ به وباسي. له دې څخه دا ليدل کېږي، چې چين او فيليپين د ژن ای پرښې مسئلې په اړه موافقه جوړه کړې او سمندري سوله يې خوندي کړې وه.

خو سږ کال د فيليپين اکمالاتي بېړۍ او پوځي بېړۍ څو څو ځلې په زور سره ژن ای پرښې شاوخوا سمندر ته ننوتلې او يادې پاتې شوې پوځي بېړۍ ته يې ساختماني مواد انتقال کړی، څو پر ژن ای پرښې تلپاتې اشغال شي.

دا ټول معلوم شول، چې فيليپين په ياده پېښه کې يو لمسونوونکی او سرغړوونکی دی، د فيليپين مشر په دې وروستيو کې نړیوالو ته ويلي، چې اوس چين د اسیايي ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ ګرځېدلی دی او فيليپين بايد له نورو هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړي، څو دغه ګواښ حل کړي. دا څرګنده شوې، چې فيليپین نه غواړي له چين سره توپيرونه حل کړي، برعکس غواړي چې خپلمنځي اړيکې سخت لوري ته یوسي.

د فيليپين حکومت ولې د چين په اړه پاليسي بدله کړې؟ ځينې شخصيتونو دې ته اشاره کړې، چې له يوې خوا، په فيليپين کې يو شمېر خلک د جنوبي سمندرګي پر مسئلې باندې کلکه رويه لري. د دې هېواد ولسمشر غواړي د خپلو پلويانو شمېر زيات کړي او‌ له همدې امله يې دا ډول پاليسي انتخاب کړې. له بلې خوا، امريکا او فيليپين د امنيتي چارو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ تازه کړې دي، نو د فيليپين د بهرنيو چارو پاليسي له امریکا سره په یو لاس کولو ولاړه ده.

د چين او فيليپین ترمنځ‌ د اړيکو له کبله، چین په تېرې اوږدې مودې کې له فيليپين سره د جنوبي سمندرګي مسئلې د حل په پار ډېر صبر کړی، خو مانا يې دا نه ده، چې چین به د ملي حاکمیت پر مسئلې باندې جوړجاړي وکړي. چين سږکال د ملي حاکمیت د خونديتوب په پار يو لړ کلک تدبيرونه غوره کړي دي. چيني لوري له فيليپين سره په يادو ټليفوني خبرو کې ویلي، چې که فيليپين لا پر خپله کړنه ټينګ وي،‌ حتی په بد نيت سره له بهرنيو ځواکونو سره سازش وکړي او کړکېچ رامنځته کړي، نو چين به د قانون له مخې خپل حقونه خوندي کړي او کلک ځوابي تدبيرونه به ونيسي.

د فيليپين د خپلې ګټې له خاطره، په تېرو څو کلونو کې د چین او فيليپين ترمنځ‌ همکاريو دغه هېواد ته ډېرې زياتې ګټې رسولې. په جنوبي سمندرګي کې د فيليپين عمليات به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ويجاړې کړي او خپلو ګټو ته به زیانونه ورسوي. د چين د چارو په برخه کې د فيليپين د ولسمشر ځانګړي استازي څو ورځې مخکې ويلي، چې د چين او فيليپين ګډې ګټې تر توپيرونو زیاتې دي، دواړه خواوې باید ګډې موافقې پراخې کړي او د سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ ژورې کړي. د فيليپين د صنعت او سوداګرۍ خونې رئيس هم ويلي، چې د فيليپين سوداګريزه ټولنه هيله لري چې دواړه هېوادونه فعال ډيالوګ تر سره کړي.

په دې ټليفوني خبرو کې فيليپين هيله ښودلې، چې له چين سره ډيالوګ ټينګ کړي، د سمندري مسئلې په برخه کې د دواړو هېوادونو د تبادلې ميکانیزم ښه وکاروي او په ګډه سره مسئلې حل کړي. چين هيله ښودلې، چې فيليپين ناسمه لاره پرېږدي، له چين سره د سلا مشورې له لارې خپلمنځي توپيرونه په ښه توګه حل کړي. د چين او فيليپين ترمنځ‌ د اړيکو راتلونکي پرمختګ د فيليپين له کړنو سره نژدې تړلی دی.