د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس د ډسمبر په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون تېره ورځ له هغو پوځيانو سره کتلي، چې د ((هواسونګ توپ-۱۸)) قاره ويشتونکي توغندي د توغولو په ازموينې کې يې برخه اخيستې وه.
نوموړي يادو پوځيانو ته ويلي، چې هېواد به يې د دښمنانو د ذروي ګواښ په غبرګون کې پرته له ځنډه ورباندې اټومي بريدونه وکړي.
کیم جونګ اون ويلي، چې د ((هواسونګ توپ-۱۸)) قاره ويشتونکي توغندي ازموينه يې د ملي حاکميت د ساتنې په پار د ډيموکراتيکې کوریا د پوځيانو د ټينګ دریځ ښکارندويي کوي.
نوموړي د اټومي ګواښ پر ضد د اټومي بريد دريځ ښکاره کړی دی.
(ژباړه: شکريه)