په ګیني کې د تیلو زيرمتون چاودنه شوې
CMG2023/12/22 10:51:22
شريکول:

د ګينې انتقالي حکومت د ډسمبر په ٢١مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد په پلازمېنې کوناکري کې د تېلو زېرمتون کې چاودنه شوې، چې له امله يې  ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۴۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ګیني انتقالي حکومت په ټول هېواد کې ۳ ورځنی ملي وير اعلان کړی دی.

په کانکري کې د روانې میاشتې د ١٨مې نېټې په سهار د تېلو يو لوی زيرمتون چاودنه شوې، چې له امله يې ډېرو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او په سیمې کې ګڼې ودانۍ او موټرونه سوځيدلي دي.