بېجينګ: هیله ده له امريکا سره د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د نشه يي توکو د ممنوعيت ګډې همکارۍ وکړو
CMG2023/12/23 11:50:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۲ مه  د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د نشه يي توکو د ممنوعيت په برخه کې د هغو ګډو همکاريو پرمختګونه چې تازه بيا پيل شوي، په اسانۍ نه دي ترلاسه شوي او دواړه خواوې دې ورته ارزښت ورکوي، هيله ده چې امريکا صميميت وښيي، له چين سره پر يوه لوري ګامونه پورته کړي او په مداومه توګه د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پربنسټ رښتينې ګډې همکارۍ وکړي.

وانګ ون بين وويل، چې د نشه يي توکو د ممنوعيت په برخه کې د ګډو همکاريو کول د چين او امريکا د مشرانو له هغو ګډو موافقو څخه دي چې څه موده مخکې يې په سانفرانسیسکو ښار کې د ملاقاتو په ترڅ کې کړې دي. اوس د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه د خپلمنځي خبرو  په بيا پيلولو بوخت دي او چيني لوري امريکايي لوري ته د اړوندو عملياتو معلومات ورکړي دي.