د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پسرلنی اختر د ملګرو ملتونو رخصتي ټاکلې
CMG2023/12/23 14:20:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۸ مې دورې عمومي اسمبلۍ د ډسمبر په ۲۲ مه په اتفاق سره پسرلنی اختر (د کرنيزې جنټرۍ د نوي کال پیل) د ملګرو ملتونو د رخصتۍ په توګه وټاکه.

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير دای بينګ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د يادې پرېکړې له اعلانېدو وروسته  وویل، پسرلنی اختر د چين دوديز اختر دی او چينايان پدې اختر کې له خپلو کورنيو سره په ګډه له تېر کال سره خدای پاماني کوي او نوی کال لمانځي، دغه اختر د سولې او همغږۍ په ګډون د چيني کلتور مفکوره انعکاسوي، دغه راز د ټولو انسانانو هغه ګډ ارزښتونه هم خپروي، چې له مخې يې کورنۍ دې همغږي وي، ټولنه دې ټولشموله وي او انسانان دې له طبیعت سره همغږي وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ياده پرېکړه به د نړۍ د مختلفو مدنيتونو ترمنځ متقابل پوهاوي او زده کړه پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هر کال د پسرلني اختر په رارسېدو چينايانو او د ټولو هغو هېوادونو خلکو ته چې دغه اختر لمانځي، د اختر په پار د مبارکۍ پیغام او نيکې هيلې وړاندې کوي.