په ۲۰۲۳م کال کې په چين کې غله جاتو ښه حاصلات ورکړي
CMG2023/12/23 12:32:24
شريکول:

د چين د کرنيزو او کليوالو سيمو چارو وزارت خبر ورکړی چې په ۲۰۲۳م کال کې په دغه هېواد کې د ځمکو ودانولو چارې په ښه توګه روانې دي او ښې اقتصادي ګټې يې ترلاسه کړي او غله جاتو يې يو ځل بيا ښه حاصلات ورکړي دي.

شمېرنه ښيي چې په ۲۰۲۳م کال کې په چين کې د ځمکو ودانولو چارو  توليدي ارزښت ۶۵۵ ميلیارډه او ۷۸۹ ميليونه يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ٪ ۸.۳ زياتوالی ښيي. دغه راز په همدې کال کې د غله جاتو  د کرکيلۍ عمومي مساحت ۵۱۹۰ زره هکتاره ښودل شوی چې د تېر کال په پرتله څه کم ۷۵ زره هکتاره زيات شوی دی.