د چين د واکمن کمونېست ګوند مشرتابه غونډه ترسره کړې
CMG2023/12/23 12:28:33
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډسمبر په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نظريو د مطالعې لپاره يوه غونډه ترسره کړه.

د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې غونډې مشري وکړه او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نظريو مطالعه د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيو د عملي کولو لپاره ډېره مهمه ده، نوموړي د دغه ګوند له مشرتابه څخه وغوښتل چې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نظريو د مطالعو په راس کې قرار ولري او په ټول ګوند کې ښه نمونه وښيي.