د ملګرو ملتونو امنيت شورا له غزې سره د بشري مرستو په اړه نوې پرېکړه تصويب کړه
CMG2023/12/23 14:27:41
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په ۱۳ مخالفو رايو او ۲ ممتنعو رايو سره ۲۷۲۰ نمبر پرېکړه تصويب کړې او له بېلابېلو خواوو څخه يې غوښتي، چې سمدلاسه، په خوندي ډول او له خنډونو پرته په غزې تړانګې کې ټولو فلسطيني عامو خلکو ته د لويې پيمانې بشري مرستې برابره کړي. د دې پرېکړې مسوده د عربي متحده اماراتو لخوا وړاندې شوې، امريکا او روسيې ممتنع رايې ورکړې.

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي لنډمهالی شارژدافير دای بينګ د ډسمبر په ۲۲مه نېټه ويلي، هېواد يې د امنيت شورا د يادې پرېکړې هرکلی کوي او غواړي چې د امنيت شورا له نورو غړو سره يو ځای هڅه وکړي، څو امنيت شورا په وخت مسئولانه او ارزښتناک اقدام وکړي، ژر تر ژره په غزې تړانګې کې د اوربند، د دوو هېوادونو طرحې د پوره کېدو او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات لپاره تلپاتې هڅې وکړي.