د بلژيک پخواني لومړي وزير يويس بېتيرمي څو ورځې مخکې د چين په ګوانګ جو ښار کې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې.
نوموړي په مرکه کې ويلي، چين ته يې څه باندې شل ځله سفر کړی، د چين له داخلي مغولستان، ګوي جو ولايت، هاي نان ولايت او داسې نورو ځايونو څخه يې ليدنه کړې. هغه د دې هېواد له کلتور سره ډېر زيات شوق او مينه لري او په دې اند دی، چې کلتوري تبادله د متقابل تفاهم د زياتولو لپاره ډېره مهمه ده.
نوموړي د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په اړه ويلي، چې اروپايي ټولنه باید خپله خپلواکي وساتي او پر خپل دريځ دې ټينګار ولري، په پټو سترګو دې د نورو هېوادونو پلویتوب نه کوي او له چين سره دې اړيکې نه پرې کوي.
لېتيرمي د چين د اساسي تأسيساتو د بریاليتوب ډېره ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې د دې هېواد د برېښنايي موټرونو پرمختګ پخواني صنعتي وضعيت ته مثبت بدلونونه رسولي دي.
د هغه په اند، نړیوال بايد له چين سره متقابل تفاهم وکړي او حقيقت دې وګوري، څو چين په سمه توګه وپېژني.