ولې لازیاتې بهرنۍ تصدۍ په چين کې خپلې فابریکې جوړې کړې؟
CMG2023/12/23 15:25:19
شريکول:

 د امریکا د ټېسلا  شرکت (Tesla) مرستیالې مشرې تاو لین د دسمبر په ٢٢مه نېټه وويل، چين د نړۍ د نورو بازارونو په پرتله بې ساري ګټې او پراخ امکانات لري او شرکت يې د چين بازار خپل اړين انتخاب ګڼي. په شانګهای کې د ټېسلا د انرژۍ ذخیره کولو سوپر فابریکه په همدې ورځ په رسمي توګه پر کار پیل کړ، دا له امریکا څخه بهر کې د ټېسلا شرکت د انرژۍ ذخیره کولو لومړنۍ لویه فابریکه ده.

د روان کال له پيل راهيسې، د ټېسلا شرکت په څېر زياتو بهرنيو شرکتونو په چين کې فابريکې جوړې کړې دي. د بېلګې په توګه، اسټرا زینیکا (Astra Zeneca) او موډینا (Moderna) شرکتونو په پرله پسې توګه په چین کې د درملو فابریکې جوړې کړې او ډانفوس  شرکت ( Danfoss)هم په چين کې د یخچال وسايلو د  څېړلو او ازمويلو نړيوال مرکز فعال کړی دی. د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه د چين د حکومت لخوا خپاره شوي مالومات ښيي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر مياشتې پورې په چين کې د بهرنیو پانګو له خوا ۴۸۰۷۸ تصدۍ جوړې شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۶،۲ سلنه زياتوالی لري. بهرنې تصدۍ وايي ، په داسې حال کې چې نړیواله اقتصادي وده مخ په کمېدو ده او د جيوپوليتيکس نړیوالې سيالۍ مخ په سختېدو ده، خو د چين بازار بيا هم جذبونکی اټکل شوی دی.

نه يوازې لازیاتې بهرنۍ تصدۍ په چین کې خپلې فابریکې جوړې کړي، بلکې د چین له خوا جذب شوې د پانګونې جوړښت هم په پرله پسې توګه د ښه کېدو په حال کې دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، د چين عصري تخنيکي چارو ۳۸۶،۶۵ مليارډه يوانه پانګونه راجلب کړې چې په واقعي استعمال شوو بهرنيو پانګونو کې ۳۷.۲ سلنه جوړوي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياتوالی ښيي.   

اړوندو کارپوهانو دې ته اشاره وکړه چې په چين کې د عصري ساینس او ټېکنالوژۍ د څېړنې په برخه کې بهرنۍ پانګونې مخ په زياتېدو دي او همدا د چین د باکيفيته پرمختګ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټې لري.

 په چین کې د امریکا د بوستون ساينسي شرکت مرستيال دا بوه وويل، چې شرکت يې د روان کال په اکتوبر کې په شانګهای کې د خپلو توليداتو د جوړولو لومړی مرکز جوړ کړی او په چین کې به خپلو پانګونو ته، همدارنګه د چين له باکيفيته پرمختګ څخه ملاتړ ته  دوام ورکوي.

برسېره پر دې، د بهرنۍ پانګونې د سرچينو له نظره، يو شمېر پرمختللي اقتصادونه په چين کې د خپلې پانګونې نسبتا چټک پرمختګ لري. د هغو له جملې څخه د بريتانيا، فرانسې، هالنډ، سويس او استراليا لخوا په چين کې واقعي پانګونه په جلا جلا توګه ۹۳.۹ سلنه، ۹۳.۲ سلنه، ۳۴.۱ سلنه، ۲۳.۳ سلنه او ۱۴.۳ سلنه زياته شوې ده.  

د بهرنۍ پانګونې لپاره، په چین کې پانګه اچول د فرصتونو د موندلو معنی لري. د ستر بازار سربیره ، بشپړ بنسټیز تاسیسات ، ثابت صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونه، د سوداګرۍ ښه چاپیریال او غوره استعداد لرونکي کسان ټول د بهرنیو تصدیو د تولیدي فعاليتونو لپاره تضمین برابروي او دوی ته سترې ګټې راوړي.  

په دې وروستیو ورځو کې د پيسو نړيوال صندوق او د اسيا پرمختيايي بانک په ګډون یو شمېر سازمانونو د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوینې لوړې کړې دي. په چين کې د پيسو د نړيوال صندوق سر استازي بارنيت وويل، چين به په ۲۰۲۳م کال کې د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره يوه پر درېيمه برخه خدمتونه وکړي. يو شمېر څېړونکو دې ته اشاره وکړه چې په راتلونکي کې به د چين د ګټورو تګلارو په پلي کولو سره دغه هېواد لازياتې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.