د چين ميډيا ګروپ د ډېر لوړ پېژنداوي تخنيک مرکز جوړونه د ډسمبر په ۲۳مه په بېجينګ کې پيل شوه.
د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ د ياد مرکز د جوړونې د پيل مراسمو ته په خپله وينا کې وویل ، چې چين ميډيا ګروپ او د بېجينګ ښاروالي به په ګډه دغه مرکز جوړ کړي، څو خلکو ته نور زيات په زړه پورې پروګرامونه برابر او د ډېر لوړ پېژنداوي تخنيک صنعت ته وده ورکړي.