د چين صدراعظم لي چيانګ د دې هېواد له زلزله ځپلو سيمو څخه ليدنه وکړه
CMG2023/12/24 14:33:43
شريکول:

د چين صدراعظم لي‌ چيانګ د ډسمبر په ۲۳مه د دې هېواد د ګان سو ولايت او چينګ های ولايت زلزله ځپلو سيمو ته  لاړ  او د ځايي وګړو د ځای پر ځای کولو  چارې او له زلزلې وروسته د بيا رغونې چارې يې وڅارلې او ورته لارښوونه يې وکړې.

دغه راز نوموړی د زلزله ځپلو خلکو لنډمهاله  استوګنځيو ته  لاړ  او له دوی سره یې خبرې  وکړې ، له ځايي چارواکو څخه يې د وګړو د ځای پر ځای کېدو، د موادو د تضمين او د ودانیو د جوړونې په اړه  معلومات تر لاسه  کړل . د دې تر څنګ، لي چيانګ په دې سیمه کې د ژغورنې له کارکوونکو مننه  وکړه  او هيله يې  وکړه ، چې په دوامداره  ډول د ژغورنې چارې ښې تر سره کړي.