د ملګرو ملتونو سرمنشي: په غزې کې اسرائيلي ځواکونو د بشري مرستو په وړاندې ډېر زیات خنډونه جوړ کړي
CMG2023/12/24 14:32:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د ډسمبر په ۲۲مه نېټه  وویل، چې په غزې تړانګې کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله، د بشري  مرستو  په لار کې ډېر زيات خنډونه رامنځته شوي. په تېرو ۷۵ ورځو کې په غزې تړانګې کې د ملګرو ملتونو ۱۳۶ کارکوونکي مړه شوي دي.

نوموړي  وویل ،‌ چې حماس بې له مناسب  دلیل نه  پر اسرائيلو بريدونه کړي، خو په عين وخت کې، اسرائيل نه شي  کولای  چې د حماس د بريدونو له امله ټولو فلسطينانو ته  سزا  ورکړي. اسرائيل نه شي  کولای،  چې د بريد ځپلو له امله  له نړيوال قانون  څخه سرغړونه . وکړي.