د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسیا رياست مشر لیو جين سونګ د ډسمبر په ۲۲ مه په چين کې د افغانستان له نوي لوی سفیر بلال کريمي سره وکتل.
بلال کريمي د چين د ګان سو ولایت د لین شيا سيمې په جي شي شان ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله ځايي اوسېدونکو ته د رامنځته شوې مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په پار د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل، چينايانو ته يې مخکې له مخکې د نوي کال مبارکي وويله او په چين کې د خپل نوي ماموريت د پيل په برخه کې یې د چین د بهرنيو چارو وزارت لخوا د برابرو شوو اسانتياوو په پار له دغه وزارت مننه وکړه او ويې ويل، چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
دواړو خواوو همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي صادقانه همکاريو په اړه د نظريو تبادله وکړه.