په جنوبي سمندرګي کې د امریکا د مداخلې داخلي موده
CMG2023/12/24 15:51:23
شريکول:

له  څه مودې راهیسې، فلیپین په جنوبي سمندرګي کې څو څو ځلې څپې جوړوي.د جنوبي سمندرګي وضعیت څه ډول دی؟ د تېرو کلونو په پرتله، فليپين روان کال په جنوبي سمندرګي کې په خپلو کړنو کې يوه نوې ځانګړتيا لري، چې هروخت فليپين په جنوبي سمندرګي کې پېښې  رامنځ ته کوي، اړوندې ويډیوګانې خپروي او په پوره توګه يې تبلیغ کوي. د پخوا په پرتله، فلیپین اوس غواړي د عامو افکارو له لارې د خپل ځان لپاره تبلیغ وکړي.د تحلیل له لارې دا موندل کېدای شي، چې د فلیپین د تبلیغ لپاره اکثره رسنۍ له امریکا  څخه دي.

د ۲۰۲۲م کال په جون کې د فلیپین د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې، امریکایي رسنیو تر ۱۷۰۰۰ ډېر ځله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲ کلونو کې د راپور شوي ټول شمېر ۲ چنده دی. کله چې فلیپین پېښې  رامنځ ته کوي، امریکایي رسنۍ یې په همدې ورځ یا دویمه ورځ  خپروي.

د امریکا او فلیپین له خوا د پارونې او تبلیغ تر شا نیت څه دی؟

روان کال د جنوبي سمندرګي د عملیاتي اصولو په اړه سلامشورو چټک پرمختګ کړی دی. نو د چين او د جنوب ختیځې اسیايي هېوادونو ټولنې (اسیان) تر منځ د سلامشورو په اړه د فليپين او امريکا هدفونه په نښه شوي او د دوی د راپورونو  په خاطر د چين او اسيان تر منځ سلا مشورې نږدې شوي  دي.

په حقيقت کې امريکا او فليپين د چين او اسيان ترمنځ د نفاق اچولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي، چې د اسيان نورو غړو هېوادونو تل په څرګنده توګه ليدلي دي. د روان کال له جون راهیسې، نه یوازې د اسیا هېڅ هیواد د فلیپین لپاره د ملاتړ څرګندولو رسمي بیان ندی خپور کړی، بلکې د اسیان د رسنیو لخوا یې په اړه لږ راپورونه  خپاره کړي.

د سرچینو په وینا، په جنوبي سمندرګي کې د فلیپین لخوا رامنځته شوې ډېرې پیښې د امریکا له لارښوونو سره نژدې تړاو لري.د جنوبي سمندرګي په سیمه کې د پېښو د جوړولو لپاره، امریکا يوه ځانګړې پروژه هم جوړه کړې. دا پروژه د امریکا د هوایي ځواک متقاعد ډګروال ریمونډ پاول لخوا رهبري کیږي او د فلیپین د ساحل ساتونکو او د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت له ځینو چارواکو سره همکاري کوي. دوی د چین له سمندري اردو سره د مقابلې لپاره دا پروژه پلې  کوي.

دا ټول په قصدي توګه د جنوبي سمندرګي په سیمه کې، په ځانګړې توګه د هوانګ یان ټاپو په ګډون د فلیپین او چین تر منځ په  نانندریزه سیمه کې تاوتریخوالی رامنځته کوي.

ښکاره خبره ده، چې د فليپين او ناټو لخوا د چين بدنامول ټول د همدې هدف په لور روان دي، چې د ناټو د ځينو غير منطقي افکارو په زور د اسيا او ارام سمندري سيمې په هېوادونو کې پلي کول دي. خو د امريکا یو شمېر اروپايي ملګري هېوادونه په تېره بیا فرانسې او جرمني تل د اسيا ارام سمندري سيمه کې له مداخلې څخه واټن ساتلی او په دننه کې يې د سختو مخالفتونو غږونه هم ډېر دي.

د روان کال په جولای میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون هم په ښکاره توګه په جاپان کې د ناټو د  ارتباطاتو دفتر د جوړولو وړاندیز رد کړ. د مکرون په وینا، دا به زموږ لپاره لویه تېروتنه وي، چې ناټو د خپل نفوذ او جغرافیایي ساحې پراخولو ته وهڅوو.